د عمومي جراحۍ تخصصي څانګه
د عمومي جراحۍ متخصصین د جراحۍ په برخه کې ډیر مهارتونه لري، د عمومي جراحۍ فعالیتونه اکثرا د خیټو او بدن اجزاوو لکه معدې، حلقوم، کوچنۍ کولمو، لویوکولمو، ځیګر، پانقراص، د صفرا کڅوړی، پوټکي، سینه، بیضې، د تایرایډ غدې او داسې نور د بدن ځایونو باندې متمرکز دي. مګر په بیړنیو حالتونو کې، دوی کولی شي مختلف جراحي ترسره کړي.